د هیواد پوهنتون د جندر د اصلي کمیټې پنځمه ناسته ترسره شوه

د هیواد پوهنتون د جندر د اصلي کمیټې پنځمه ناسته ترسره شوه یکشنبه، د۱۴۰۰ کال د زمري لسمه د جندر مدیریت د اصلي کمیټې پنځمه ناسته، د هیواد پوهنتون د کیفیت دلوړوالي آمر، استاد نجیب الله واحدی په مشرۍ، د جندر مدیرې اغلې حوریه اکسیر او د کمیټې نورو غړو په ګډون د کیفیت د لوړوالي آمریت د غونډو په ناست خونه کې ترسره شو. د قران کریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، په پیل کې، د تېرې غونډې مصوبې د کمیټې منشي، اغلې حوریه اکسیر له خوا وړاندې او پلې کیدنه یي تعقیب شوه، ورسته بیا په لاندې موضوعاتو بحث ترسره شو: 1- د شکایتونو د ثبت فورمې د باوري کولو په اړه بحث؛ 2- د شکایتونو دثبت کتاب د پراختیا په اړه بحث؛ 3- د حقوقی او روغتیایی مشورو ترلاسه کولو لپاره د زده کړیالانو د هڅولو د څرنګوالي په اړه بحث؛ 4- د سیمینارونو ترسره کولو لپاره د سرلیکونو د ټاکلو په اړه بحث؛ 5- د کمیټې لخوا بحث شوي مسلو د تطبیق لپاره د ارزونې چک لست د ترتیب په اړه بحث؛ او داسې نور... غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده. (د نشراتو مدیریت)