تفاهم لیکونه
د پوهنتون هیواد، پوهنتون کاروان او د افغان حق حقوقي شرکت ترمنځ د علمي، تحقیقي او حقوقي ګډو همکاریو تفاهملیکونه د اړوندو ادارو د مسئولینو په حضور کې په رسمي مراسمو کې د دواړو لورو لخوا لاسلیک شول.
په لومړي ګام کې، د پوهنتون هیواد او د افغان حق حقوقي شرکت ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو تفاهملیک د پوهنتون هیواد د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس ډاکټر حفیظالله همیار او د افغان حق حقوقي شرکت رئیس ګلاحمد نعیمي لخوا لاسلیک شو.
د دې تفاهملیک د اغېزمن تطبیق، ښه انسجام او د مندرجو اهدافو د تحقق په موخه، یاد سند د پوهنتون هیواد د رئیس احمد شجاع عالمی لخوا هم تأیید او ملاتړ شو.
په بل برخه کې، د پوهنتون هیواد او پوهنتون کاروان ترمنځ د علمي، څېړنیزو او عملي پروګرامونو تفاهملیک د پوهنتون هیواد د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس ډاکټر حفیظالله همیار او د پوهنتون کاروان د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس احمد ضیا حقجو لخوا لاسلیک شو.
ژمنتیا او صادقانه خدمت زموږ هدف دی!