زندگینامه
بهنام د خدای دادګر او توانا
د حقوقو دیپارتمنت د اکادمیک جوړښت په چوکاټ کې د علمي او تحلیلي بنسټونو په توګه مهم او بنسټیز رول لري، چې د راتلونکي نسل حقوقدانان، قاضیان، څارنوالان او د عدالت مدافعین روزي. موږ باور لرو چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې د اسلامي ټولنې او زموږ د ګران هېواد د نجات او پرمختګ لاره د حقوقو له علم، عدالت غوښتنې او ټولنیز پوهاوي څخه تېرېږي.
دیپارتمنت حقوق د پوهنځي حقوق تر چتر لاندې هڅه کوي چې د عامه او خصوصي حقوقو په برخه کې معیاري، تخصصي او علمي زدهکړې وړاندې کړي، ترڅو محصلان باخبر، باانصاف او متعهد وروزي او د هېواد په علمي بنسټونو کې ځانګړی مقام ترلاسه کړي.
دغه دیپارتمنت د علمي څېړنو او حقوقي تحلیلونو په ټینګار سره هڅه کوي متخصص او متعهد ځواکونه ټولنې ته وړاندې کړي، څو د عدالت تحقق، د قانون حاکمیت او د اتباعو د حقونو دفاع کې اغېزناک رول ولوبوي.
په اوسني عصر کې چې عدالت او قانونمداري د ټولنو د دوامدار پرمختګ اصلي ستنې ګڼل کېږي، د حقوقو دیپارتمنت، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د هغو محصلانو لپاره غوره انتخاب دی چې غواړي د حقوقي پوهې او مهارتونو په مټ د خلکو خدمت، د عدالت تأمین او د هېواد د ملي منافعو دفاع وکړي.