Loading...

برنامه های تحصیلی

برنامه های ما

برنامه‌های تحصیلی گسترده ما را که برای آماده‌سازی دانشجویان برای مشاغل موفق و نقش‌های رهبری در زمینه‌های انتخابی آنها طراحی شده است، کشف کنید.

Bachelor of Computer Science
Bachelor
کمپیوتر ساینس

د کمپیوتر ساینس لیسانس

معلوماتي ټکنالوژۍ لپاره د ټولنې د ورځنیو زیاتېدونکو اړتیاوو او د هېواد د مسلکي ځان‌بساينې د اړتیا په درک سره، د مسلکي او نوښتګر کادرونو د روزنې په موخه فعالیت کوي. دغه پوهنځی د مجربو استادانو، معیاري تحصیلي نصاب او تخصصي لابراتوارونو په مرسته، د محصلانو د تخنیکي او تحلیلي پوهې د لوړولو لپاره مناسب اکادمیک چاپېریال برابر کړی دی.

master
کمپیوتر ساینس

د کمپیوتر ساینس ماسټر

پیشرفتلی پروګرام چې په تحقیق، AI، او کمپیوتر کې.

Bachelor of Law
Bachelor
حقوق

د حقوقو لیسانس

قانوني زده کړه د افغان قانون، نړیوال قانون.

Bachelor of Economics
Bachelor
اقتصاد

پوهنځی اقتصاد

پوهنځی اقتصاد د هیواد پوهنتون د مسلکي کادرونو، اقتصادي شنونکو او نوښتګرو مدیرانو د روزنې په رسالت سره فعالیت کوي. دا پوهنځی د معیاري نصاب، د تجربه لرونکو استادانو او د کار بازار او مالي ـ تجارتي سکتور د اړتیاوو په تمرکز سره، محصلانو ته د تخصصي پوهې او مدیریتي مهارتونو د ودې لپاره یو فعال اکادمیک چاپېریال برابر کړی دی. تخصصي دیپارتمنتونه: دیپارتمنت د تجارت مدیریت (Business Administration): د نوین مدیریت اصول، سازماني رهبري، بازارموندنه، د بشري منابعو مدیریت، د شرکتونو مالي چارو او کارآفرینۍ تدریس کوي. هدف یې د خلاقو او توانمند مدیرانو روزنه ده چې د دولتي ادارو، خصوصي شرکتونو او تجارتي بنسټونو مشري وکړي. دیپارتمنت د تجارتي اقتصاد (Commercial Economics): د اقتصادي جوړښتونو، نړیوال تجارت، بانکي سیستمونو، مالي او پولي سیاستونو او د داخلي او نړیوالو بازارونو تحلیل باندې تمرکز لري. محصلان د اقتصادي پراختیا، د ګمرکونو مدیریت او سیمه‌ییز تجارت په برخه کې عملي پوهه ترلاسه کوي. لیدلوری (Vision): پوهنځی اقتصاد غواړي د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، د عصري ټکنالوژۍ په کارولو، د معیاري تدریس او تحقیق له لارې د اقتصاد په برخه کې یو معتبر مقام ترلاسه کړي. ماموریت (Mission): پوهنځی اقتصاد د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، د اقتصاد او تجارت مدیریت په برخه کې د معیاري نظري او عملي زده‌کړو له لارې مسلکي او علمي کادرونه روزي. اساسي ارزښتونه (Core Values): پابندي د اسلامي احکامو او اخلاقو سره. شفافیت او حساب‌ورکونه. شایسته‌سالاري او عدالت اکادمیک. کیفیت او دوامداره نوښت. کارآفریني او ستونزو حل. درناوی د ملي هویت او خدمت ټولنې ته. اساسي اهداف: د دولتي ادارو، بانکونو، مالي بنسټونو او خصوصي شرکتونو لپاره د مسلکي مدیرانو روزنه. د محصلانو د تحلیلي فکر لوړول په اقتصادي شاخصونو او تجارتي فرصتونو کې. د کارآفرینۍ، نوین بازارموندنې او د خپلواک کاروبارونو د پیل فرهنګ پیاوړتیا. د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د تطبیقي تحقیقاتو ترسره کول. توانمندي د فارغانو: د پروژو او مدیریتي پروسو پلان، تنظیم او رهبري. د مالي راپورونو تحلیل، د پانګونې پروژو ارزونه او د بودیجې مدیریت. د نوین بازارموندنې میتودونه، د بازار پراختیا او د ګمرکي چارو اداره. د اقتصادي مسایلو تحلیل او د عامه سکتور او تجارتي بنسټونو لپاره تخصصي مشورې وړاندې کول. نظام درسي او کریدیت: د زده‌کړې موده: ۴ کاله (۸ سمسترونه). ټول کریدیتونه: ۱۳۶ تر ۱۶۸ پورې. د تدریس میتود: د ستونزو حل، مطالعاتي قضیې، ګروپي کارونه او علمي سیمینارونه. تخفیفونه او تسهیلات: اول نمره: ۱۰۰٪ تخفیف. دوهم نمره: ۵۰٪ تخفیف. درېیم نمره: ۲۵٪ تخفیف. فامیلي تخفیف: ۱۰٪. د نوي محصل معرفي کولو تخفیف: ۱۰٪.

bachelor
کمپیوتر ساینس

د کمپیوتر ساینس لیسانس

څلور کلن پروګرام د سافټویر پراختیا، الګوریتم، ډیټابیس، او AI پوښي.

bachelor
حقوق

د حقوقو لیسانس

قانوني زده کړه د افغان قانون، نړیوال قانون.