د څېړنې او د تیزس/پایلیک لیکلو د مهارتونو د زده کړې لپاره یو غوره فرصت!
21 Jun 2026
د هیواد پوهنتون د تحقیقاتو آمریت د محصلانو د علمي او څېړنیز ظرفیت د لوړولو په موخه، یو ارزښتناک تعلیمي ورکشاپ د لاندې عنوان تر نوم لاندې ترسره کوي:
«په انساني علومو کې د څېړنې میتودولوژي د پایاننامهنویسۍ له لیدلوري»
دا ورکشاپ د محصلانو لپاره یو ښه فرصت دی څو د علمي څېړنې له اصولو، د پایاننامې د تدوین له طریقو، او په انساني علومو کې د معیاري څېړنې له لارو چارو سره بلد شي او خپلې څېړنیزې وړتیاوې پیاوړې کړي.
وخت: شنبه
ساعت: ۴:۳۰ بجې ماښام
ځای: د امام ابو حنیفه (رحمهالله) تالار
ګډون د ټولو محصلانو او لېوالتیا لرونکو لپاره ازاد دی.
له ټولو درنو محصلانو څخه هیله کېږي چې په فعاله ګډون سره له دې علمي او تعلیمي برنامې څخه ګټه واخلي.