کلنی علوم نندارتون اعلان شو
28 Mar 2026
event
هیواد پوهنتون کې د پروګرامنویسۍ او ویبسایټ ډیزاین سیالي ترسره شوه!
نېټه: ۱۴۰۵/۰۷/۰۵
دا سیالي د محصلانو د عملي مهارتونو، خلاقیت او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه. په دې پروګرام کې محصلانو د HTML او CSS ژبو په کارولو سره د ویب پاڼو ډیزاین او جوړولو ته مخه کړه او خپلې وړتیاوې یې د ویبسایټونو په جوړښت، ډیزاین او ښکلا کې وښودلې.
د سیالۍ موخه د سالمې سیالۍ فضا رامنځته کول، محصلانو د عملي زدهکړو هڅول او د نظري پوهې د تطبیق لپاره د پروژوي کارونو زمینه برابرول وه. ګډونوال د بېلابېلو طرحو په وړاندې کولو سره خپل خلاقیت، تخنیکي مهارتونه او د ستونزو د حل وړتیاوې وښودلې، او د دوی کارونه د ټاکل شوو معیارونو پر بنسټ وارزول شول.
پوهنتون هیواد د علمي او مهارتمحور پروګرامونو ترسره کول د خپلو هڅو یوه برخه ګڼي، څو د زدهکړې کیفیت لوړ کړي او محصلانو ته د علمي، عملي او تخصصي ودې نور فرصتونه برابر کړي.
هیواد؛ د معرفت او دانایي مهد