Loading...

د څېړنې او د تیزس/پای‌لیک لیکلو د مهارتونو د زده کړې لپاره یو غوره فرصت!

21 Jun 2026
An excellent opportunity to learn research and thesis-writing skills!
د هیواد پوهنتون د تحقیقاتو آمریت د محصلانو د علمي او څېړنیز ظرفیت د لوړولو په موخه، یو ارزښتناک تعلیمي ورکشاپ د لاندې عنوان تر نوم لاندې ترسره کوي: «په انساني علومو کې د څېړنې میتودولوژي د پایان‌نامه‌نویسۍ له لیدلوري» دا ورکشاپ د محصلانو لپاره یو ښه فرصت دی څو د علمي څېړنې له اصولو، د پایان‌نامې د تدوین له طریقو، او په انساني علومو کې د معیاري څېړنې له لارو چارو سره بلد شي او خپلې څېړنیزې وړتیاوې پیاوړې کړي. وخت: شنبه ساعت: ۴:۳۰ بجې ماښام ځای: د امام ابو حنیفه (رحمه‌الله) تالار ګډون د ټولو محصلانو او لېوالتیا لرونکو لپاره ازاد دی. له ټولو درنو محصلانو څخه هیله کېږي چې په فعاله ګډون سره له دې علمي او تعلیمي برنامې څخه ګټه واخلي.