د پوهنتون هیواد دوهمه اداري شورا غونډه ترسره شوه!
31 May 2026
news
د پوهنتون هیواد دوهمه اداري شورا غونډه د احمد شجاع عالمی، د پوهنتون د رئیس په مشرۍ او د اداري شورا د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د پوهنتون مهم علمي، اداري او اجرایي موضوعات په هر اړخیز ډول وڅېړل شول او د تعلیمي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د اداري چارو د ښه کولو، د اجرایي فعالیتونو د چټکتیا او د پوهنتون د ستراتیژیکو اهدافو د تحقق په موخه اړین پرېکړې وشوې.
رئیس پوهنتون د همغږۍ، مسئولیتپذیرۍ او کاري ژمنتیا پر اصل ټینګار وکړ او د پوهنتون د علمي او اداري پروګرامونو په پرمختګ کې د بېلابېلو برخو ترمنځ اغېزمنې همکارۍ ارزښتمنه وبلله، او پر وخت د مصوباتو د تطبیق غوښتنه یې وکړه.
پوهنتون هیواد ژمن دی چې د مشارکتي مدیریت او د مشورې پر بنسټ د پرېکړې کولو فرهنګ پیاوړی کړي، څو د استادانو، محصلانو او کارکوونکو لپاره د علمي او اکادمیک خدمتونو د ودې، پرمختګ او ښه والي زمینه برابره کړي.