۱۴۰۰ کال د کانکور آزموینه

کتگوری
څای
نیته
کانکور1400
Qasaba
29 April 2021

دهیواد پوهنتون د پسرلني کانکور آزموینې ترسره کیدل د هیواد پوهنتون یوویشتم پسرلني کانکور آزموینه د علم او زده کړې مینه والو په راتګ ترسره شوه. په دغه پرتمینه غونډه کې چې د آزموینې ملې ادارې محترمو استازو، د پوهنتون عمومی رئیس ، دپوهنتون مؤسس، د علمی او اداری کدر غړو په ګډون ترسره شوه، په سر کې د پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي ډاکتر خالد احمد کاکړ خپله وینا وکړه او پوهنتون ته راتګ یې د برخلیک ټاکنې مرحله یاده کړه. وروسته د پوهننتون مؤسس او د ولسې جرګې د دینی او کلتوري کمیټې ریس ښاغلي الحاج امیرګل شاهین په خپله وینا کې دهیواد تحصیلی ټولګې پانګه اچونه یې یوازې او یوازې د ټولنې لپاره خدمت وباله. د آزموینې ملي ادارې استازی ښاغلی صدیق الله رښتین صیب او د هیواد پوهنتون د کانکور کمیټې مسؤل ښاغلی استاد واحدی صیب وروستي ویناوال وو چې په لنډه توګه یې د کانکور په اړه توضیحات ورکړل. په پای کې د کانکور آزموینه د پوهنتون په ګڼو ځایونو کې د سلګونو زده کړیالانو په ګډون د پوهنتون د علمي کدر د نظارت لاندې ترسره شوه.

ترلی انځورونه

...