د علمي شورا اتمه پروتوکول غونډه جوړه شوه
د هېواد پوهنتون د علمي شورا غونډه کې د پوهنتون رئيس، علمي مرستيال، محصلانو چارو مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو او امرينو برخه اخيستې وه.
د علمي شورا غونډه کې د يو لوی علمي عمومي سمينار پر جوړېدو، د محصلانو د نړيوالې ورځې د نمانځنې او د ممتازو محصلانو د ستاينې او تدريسي موضوعاتو باندې خبرې وشوې.
دغه راز د بېلابېلو پوهنځيو د اتم سمېستر محصلانو ته د عملي زدهکړو او اړونده سکتوري ادارو ته پر ورپېژندلو هم بحث شو.
علمي شورا غونډه چې هره مياشت جوړيږي پهکې پر علمي، تدريسي او د پوهنتون اړوند نورو موضوعاتو بحث کېږي.