دهیواد پوهنتون د شنې فضا پرانستنه

کتگوری
څای
نیته
افتتاح ساحه سبز پوهنتون هیواد
پوهنتون هیواد
26 June 2021

د هیواد پوهنتون د شنې ساحې پرانستنه هیواد پوهنتون د خپلو کړنو او زده کړیالانو ته د ګټورو او ارزښتناکه خدمتونو وړاندې کولو په دوام داځل بریالی شو چې د دغه پوهنتون لپاره یوه بله شنه او ښکلې فضا جوړه کړي، چې د ولسي جرګې د دیني او کلتوري چارو رییس او د پوهنتون بنسټګر الحاج امیرګل شاهین، دپوهنتون عمومی رئيس ډاکټر خالد احمد کاکړ، اداري- مالي مرستیال ښاغلي فرهاد امین، د پوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنتونو آمرینو، ښوونکو او اداري کارکوونکو په ګډون د پټۍ په پریکولو پرانیستل شوه. دغه شنه ساحه د زړه سوانده او مهربان مشر، الحاج امیرګل شاهین د نه ستړي کیدونکو هڅو په پایله کې د ذهني آرامتیا، د زده کړې چاپیریال د مدرن کولو او زده کړیالانو ته د لا ډیرو آسانتیاوو په پار چمتو او د کارونې لپاره وړاندې شو.

ترلی انځورونه

...