د ۱۴۰۰ کال د علمی شورا اتمه ناسته

د ۱۴۰۰ کال د علمی شورا اتمه ناسته دغه ناسته د استاد انصاري په تلاوت او د پوهنتون عمومي رئیس، ډاکتر خالد احمد کاکړ په مشرۍ د علمي مرستیال، اداری-مالی مرستیال د پوهنځیو رئیسانو او د دیپارتمنت آمرینو په ګډون د پوهنتون د غونډو په ځای ناسته کې ترسره شوه. لومړی، د تیرو غونډو تصویب د شورا منشي، ښاغلي فضلي لخوا وړاندې او پلي کیدنه یې تعقیب شوه، ورسته بیا د قرنطین د رخصتیو پرمهال د زده کړیالانو په نه شتون کې د تدریس ډول او درسي نظام، د تیرو دوه اونیو آنلاین درسونو راپور، د پوهنتون د کلني راپور څارنه، د لوړو زده کړو وزارت د چک لست پربنیاد د پوهنځيو ارزونه او داسې نورو اکاډمیکو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ترسره او لازمې پریکړې ونیول شوې. ناسته د خیر په دعا پای ته ورسیده