د مور نړیوالې ورځې په پار د هیواد پوهنتون مشرتابه د مبارکۍ پیغام! د غبرګولي ۲۴ مه چې د مور نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې، د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې هر کال لمانځل کیږي. په افغانستان کې هم دغه ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږې چې له بده مرغه میندې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دا یواځینۍ ورځ نه ده چې باید د مور په درناوي یاده کړل شي؛ بلکې د اسلام او افغاني کلتور له اړخه د مور درجه دومره لوړه ده چې هره ورځ یې باید په درناوي یادونه وشي. مور د ټولنې جوړونکې او د خپلې کورنۍ لومړنۍ ښوونکې ګڼل کیږي. زموږ خوږ پیغمبرص فرمایی: ( الجَنَّةُ تَحتَ أقدامِ الاُمَّهاتِ ). یعني( جنت د میندو تر پښو لاندې دی). په همدې توګه د هیواد پوهنتون مشرتابه د نړۍ ټولو میندو په ځانګړي توګه د افغانستان ټولو پتمنو میندو ته د زړه له تله ددغې ورځې مبارکي وایي. او هیله لرو چې نور په دې هیواد کې ټولې میندې د امن په چاپیریال کې ژوند وکړي. کلتوری او نشراتو څانګه