د ۱۴۰۰ کال د علمی شورا اوومه ناسته دغه ناسته د استاد انصاری په تلاوت او د پوهنتون عمومي رئیس، ډاکتر خالد احمد کاکړ په مشرۍ د علمي مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو او د دیپارتمنت مشرانو په ګډون د پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شوه. لومړی، د تیرو غونډو تصویب د شورا منشي لخوا وړاندې او پلي کیدنه یې تعقیب شوه، ورسته بیا د پوهنتون په پرمختیایی پلانونو، د رخصتیو پرمهال د علمي او اداري غړو کاري مهال ویش، د زده کړیالانو درسي نظام، د ښوونکو له لورې د (M I S)برنامي په کارولو د تدریس ډول، د اعتبار ورکړې دریمې مرحلې لپاره پلان جوړونه او داسې نورو اکاډمیکو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ترسره او لازمې پریکړې ونیول شوې. د نشراتو مدیریت