د تمثیلی محکمې ترسره کیدل دغه تمثیلي محکمه د قاری صاحب محبوب الله په تلاوت، د حقوقو او سیاسی علومو د ښوونکو او محصلینو په کارکردګۍ، د هیواد پوهنتون عمومی رئیس، ډاکتر خالد احمد کاکړ، ښوونکو او محصلینو په ګډون د دغه پوهنتون په تالار کې ترسره شوه. په سرکې تمثیلي محکمه د محصلینو له لورې ترسره شوه، وروسته د پوهنتون عمومی رئیس، ډاکتر خالد احمد کاکړ او استاد میر ظفرالدین انصاری د خپلو نظریاتو په ترڅ کې دغه تمثیلي برنامه وستایله. همدارنګه د پوهنتون رئیس، په خپلو ویناوو کې لوی څښتن تعالی اصلي قاضي او قرآن یې د الله ج د عدل او محکمې واحده سرچینه وبلله. غونډه د خیر په دعا پای ته ورسیده