د هیواد پوهنتون د کیفیت د لوړوالي دوه ورځنی ورکشاپ

د هیواد پوهنتون د کیفیت د لوړوالي دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو. دغه دوه ورځنئ ورکشاپ چې د علمي مرستیال او د کیفیت دلوړوالي آمر له خوا د۱۴۰۰ کال په ٢٧ او ٢٨ نیټه د کیفیت دلوړوالي د غونډو په تالار کې د پوهنتون د عمومی رییس، مرستیالانو او د ټولو څانګو کارکونکو په شتون کې جوړ شوی وو ، په لومړۍ ورځ، علمي مرستیال استاد فضلي او په دوهمه ورځ د کیفیت دلوړوالي کمیټې آمر، استاد واحدي په واسطه وړاندی شو. پدې ورکشاپ کې، لاندې موضوعات تر څیړنې لاندې ونیول شول : ۱-د کیفیت د لوړوالي معیارونو سره سم د پوهنتون د ټولو علمي او اداري څانګو توپیر یا جلا والئ . ۲- د ټولو څانګو د پیاوړتیا او ضعف ټکو روښانه کول . ۳- د سیستمي مدیریت د غوره پلي کولو لپاره د روښانه همکارۍ او ډله ییز ګډون په هدف د ټولو څانګو د چارو په اړه د ټولو مسؤلینو خبرتیا. ۴- د شته ظرفیتونو او ننګونو سره بلدتیا، ستونزو ته دحل لارې موندلو، او د څانګو پیاوړتیا او ضعفونو ته د لاسرسي لپاره د اعتبار ورکړې دویم پړاو تجربو وړاندې کول. او ۵- د ټولییزو نظریاتو پراساس، د ډله ایز ګډون په پام کې نیولوسره د اعتبار ورکړې دریم پړاو د چمتووالی او نیمګړتیاوو ته د رسیدګۍ په خاطر د مسؤلو اشخاصو ټاکل.