د ۱۴۰۰ کال د علمی شورا نهمه ناسته

د ۱۴۰۰ کال د علمی شورا اتمه ناسته دغه ناسته د استاد انصاري په تلاوت او د پوهنتون عمومي رئیس، ډاکتر خالد احمد کاکړ په مشرۍ د اداری-مالی مرستیال ښاغلي فرهاد امین، د پوهنځیو رئیسانو او د دیپارتمنت آمرینو په ګډون د ریاست د مقام دغونډو په تالار کې ترسره شوه. لومړی، د تیرو غونډو تصویب د شورا منشي ښاغلي نجیب الله واحدی لخوا وړاندې او پلي کیدنه یې تعقیب شوه، ورسته بیا د اکاډمیکو پلانونو په پراختیا، دزده کړیالانو او ښوونکو لارښوونو کتاب پراختیا، د حقوقی کلینیک اساسنامې پراختیا، د یو دولتي پوهنتون سره د علمي- څیړنیزو کړنو هوکړه لیک لاسلیک کول، د څیړنو مرکز او د څیړنیزو کړنو پراختیا، د تطبیقی پلان د راپور تائید او داسې نورو اکاډمیکو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ترسره او لازمې پریکړې ونیول شوې. ناسته د خیر په دعا پای ته ورسیده