د «کیفیت د لوړوالي د پروسې تشریح» ورکشاپ ترسره کیدل

د «کیفیت د لوړوالي د پروسې تشریح» ورکشاپ ترسره کیدل د کیفیت د لوړوالي کمیټه د لوړو زده کړو د نظام په پرمختګ کې یو له خورا مهمو او ارزښتناکو پروسو څخه شمیرل کیږي چې په همدې اساس «د کیفیت د لوړوالي پروسې تشریح» تر سرلیک لاندې یو ورځنئ ورکشاپ د کیفیت د لوړوالي آمریت له خوا د پوهنتون عمومي رئیس، ډاکتر خالد احمد کاکړ، علمي او اداري مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنتونو آمرینو، ښوونکو او اداری کار کوونکو په شتون کې د هیواد پوهنتون په تالار کې ترسره شو. دغه ورکشاپ چې دقرآنکریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شو، لومړی، د کیفیت د لوړوالي آمر، ښاغلي نجیب الله واحدی له لورې د ورکشاپ پیژندنه ترسره شوه، وروسته بیا د پوهنتون علمی مرستیال، ښاغلي ذبیح الله فضلي د ورکشاپ پر ارزښت او هدف خپله وینا وکړه. د ورکشاپ د موضوعاتو تشریح او رسمي پیل یې د کابل پوهنتون استاد، خال محمد احمدزي، او د کندهار پوهنتون استاد، پوهنیار احمدالله هلالي په مرسته ترسره شو. په پای کې د پوهنتون عمومي رئیس، ډاکتر خالد احمد کاکړ د ورکشاپ د موضوعاتو پر لنډیز خپلې ویناوې او نظریات شریک کړل. ورکشاپ د حاضرینو په پوښتنو پای ته ورسید.