د هیواد پوهنتون د کیفیت دلوړوالي اصلي کمیټې پنځمه ناسته ترسره شوه

د هیواد پوهنتون د کیفیت دلوړوالي اصلي کمیټې پنځمه ناسته ترسره شوه چهارشنبه، ۱۴۰۰ کال د زمری شپږمه د کیفیت د لوړوالي اصلي کمیټې ناسته د پوهنتون عمومي رئیس، ډاکتر خالد احمد کاکړ په مشرۍ، د کیفیت د لوړوالي آمر، استاد نجیب الله واحدی، د پوهنځیو رئیسانو، او د دیپارتمنت آمرینو په ګډون د پوهنتون دریاست د غونډو په ناست خونه کې ترسره شوه. دقرآنکریم د څو آیتونو د تلاوت وروسته، لومړی د تیرو غونډو مصوبې د غونډې منشي، استاد نجیب الله واحدی له خوا وړاندې او پلې کیدنه یې تعقیب شوه او ورسته بیا په لاندې موضوعاتو بحث او د نظر تبادله ترسره شوه: 1- د مؤسسې په کچه د ښوونې دکیفیت ارزونه؛ 2- د کیفیت د لوړوالي کمیټې ته د اصلي کمیټو د راپور سپارل؛ 3- د کیفیت دلوړوالي اصلي کمیټې ته د فرعي کمیټو راپور سپارل؛ 4- د پوهنتون د نامتو استادانو ارزونه؛ 5- د زده کړیالانو لپاره د کیفیت د لوړوالي سیمینارونو ترسره کول؛ او داسې نور... ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسیده د نشراتو مدیریت