د ازموینې کمیټې لومړۍ ناسته ترسره شوه

د ازموینې کمیټې لومړۍ ناسته ترسره شوه دوشنبه، د۱۴۰۰ کال د زمري دولسمه د روان کال پسرلني سمستر د ازموینو کمیټې لومړۍ غونډه په سرکې د پوهنتون عمومی رئیس، ډاکټر خالد احمد کاکړ په مشرۍ جوړه شوې وه چې د اکثریتو رایو په اخیستو سره استاد میر ظفرالدین انصاري، د حقوقو دیپارتمنت آمر، د آزموینو کمیټې د رئیس په توګه د ټاکلو ورسته بیا د غونډي مشري نوموړي په غاړه درلوده چې د پوهنتون د ریاست د غونډو په ناست خونه کې د کمیټې د نورو غړو په شتون کې ترسره شوه. غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه. په سرکې د غونډې برنامه یا اجنډا د کیفیت د لوړوالي آمر او د تیر سمستر د آزموینو د اختصاصي کمیټې رئیس، ښاغلي نجیب الله واحدی له لورې وړاندې شوه او بیا په لاندې موضوعاتو بحث ترسره شو: - د ازموینو پروسې د تشریح په اړه بحث؛ - د پوښتنو ډول او شمیرد ټاکلو په اړه بحث؛ - د ځانګړې کمیټې د مشر د ټاکلو په اړه بحث؛ - د ازموینو د پیل او پای د وخت د ټاکلو په اړه بحث؛ - د ازموینې ځای د څرنګوالي په اړه بحث؛ - د حسابونو پاکولو په اړه بحث؛ - د کاپي کولو په موخه کمیټې ته د پوښتنو د سپارلو نیټې د ټاکلو په اړه بحث؛ - او داسې نور موضوعات ... غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده. ( د نشراتو مدیریت)