د روغتیا کلینیک یو ورځنی سیمینار ترسره شو چهارشنبه، د روان کال د زمري ۱۳ مه د (روغتیایي مسایلو او انتان د مخنیوي) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار د جندرمدیریت لخوا د هیواد پوهنتون د روغتیا کلینیک په همکارۍ د پوهنتون ښځینه زده کړیالانو لپاره په عمومی تالار کې ترسره شو. برنامه د پوهنتون یوتن زده کړیالې، مینه له خوا د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه. په پیل کې، د پوهنتون د جندر مدیرې اغلې حوریه اکسیر د سیمینار معرفی او اهمیت په اړه وینا وکړه او ورپسې د سیمینار اصلي موضوعات د پوهنتون د روغتیا کلینیک مسؤلې، اغلې ډاکتر کرشمه شینواري له خوا وړاندې شول. پدې سیمینار کې د ګڼو انتانی او داسې نورو ناروغیو د پوهاوي او مخنیوي په اړه معلومات وړاندې شول. برنامه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده. (د نشراتو مدیریت)