د کمپیوټر ساینس پوهنځي د غوره ښوونکو او زده کړیالانو د ستاینې محفل ترسره شو

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د غوره ښوونکو او زده کړیالانو د ستاینې محفل ترسره شو چهارشنبه، روان کال د زمري۱۳ مه د ۱۳۹۹ کال د مني(خزاني) سمستر د درسي کچې په ارزونه کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي بریالي علمي کادر غړو، اداري پرسونل، د فرعي کمیټو فعاله غړو او غوره زده کړیالانو دستاینې پروګرام، د پوهنتون علمي او اداري مرستیالانو، د کمپوټر ساینس پوهنځي رئیس، د دیپارتمنت آمرینو، اداري پرسونل او زده کړیالانو په ګډون د پوهنتون په عمومي تالار کې ترسره شو. د قرآنکریم د څو سپیڅلو آیتونو دتلاوت څخه وروسته د پوهنتون علمي مرستیال، ښاغلي ذبیح الله فضلي په خپلو ویناوو کې ددغه پروګرام ستاینه وکړه او ورپسې د پوهنځي رئیس، ښاغلي شفیع الله شینواري یادو ټولو بریالي کسانو ته مبارکي وویله او له دوی څخه یې منندویي وکړه. په پای کې یادو ټولو کسانو ته د ستاینې لوح ورکړل شو. پروګرام د خیر په دعاوو سره پای ته ورسید.