د هېواد پوهنتون لپاره سرپرست رئیس او یو شمېر نورو بستونو لپاره نوي کسان وګمارل شول

سه شنبه ۳۰ /۶ / ۱۴۰۰ د هېواد پوهنتون عمومي ریاست لپاره سرپرست رئیس، د حقوقو پوهنځي لپاره رئيس او د کیفیت د لوړاوي او تضمین د امریت لپاره نوي کادري غړي پر دندو وګمارل شول. د هېواد پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې پر اساس قاضي محمد الياس مدني د پوهنتون د سرپرست رئيس، استاد محمد ابوبکر اصولي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د رئيس او استاد بصيرالحق عادل د کیفيت د تضمين او لوړاوي د امر په توګه نن یادو بستونو ته ور پېژندل شول. د يادو کسانو د پېژندنې لپاره د هېواد پوهنتون په تالار کې غونډه هم رابلل شوې وه چې پکې د پوهنتون بنسټګر الحاج اميرګل شاهين، نوي سرپرست رئيس قاضي محمد الياس مدني، علمي مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، امرينو استادانو او اداري کار کوونکو برخه اخيستې وه. مسؤلينو په خپلو خبرو کې له پخوانيو رئیسانو مننه وکړه او نویو ګمارل شويو کسانو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. وروسته په خپل نوبت د پوهنتون لپاره نوی سرپرست رئيس، د حقوقو پوهنځي رئيس او د ارتقاء کیفیت امر په خپلو څوکيو کښېنول شول او د ښه کار په اميد یې نوې دندې پیل کړې. د يادونې ده چې نوي ګمارل شوي کادري غړي په اړونده برخو کې کلونه کلونه تجربه لري چې وبه کولی شي خپلې چارې په ښه توګه سرته ورسوي. په درنښت د نشراتو مديريت