د علمي شورا د ثور د مياشتې غونډه جوړه شوه

د هېواد پوهنتون د علمي شورا د ثور د مياشتې غونډه د پوهنتون د عمومي رئيس عطا محمد هلواک په مشرۍ جوړه شوې وه چې پکې علمي مرستيال، اداري مرستيال، د محصلانو چارو مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، د کيفيت د لوړاوي امر او استادانو برخه اخيستې وه. په غونډه کې لومړی د تېرې شورا د پرېکړو پر تطبيق راپور وړاندې شو چې پرېکړې تطبيق شوې وې او یو شمېر نورې د تطبيق په حال کې وې. تر دې وروسته د محصلانو لپاره پر تخفيف، له دولتي او خصوصي پوهنتونو سره د هوکړه ليکونو پر لاسليک، د هېواد په کچه د دوو علمي سمينارونو پر جوړېدو خبرې وشوې. دغه راز پرېکړه وشوه چې د هر پوهنځي په کچه د محصلانو ترمنځ بايد يوه – يوه علمي مناظره او د پوهنتون په کچه د استادانو ترمنځ د خبرو اترو او تحليل لپاره يوه موضوع وټاکل شي او بحث دې پرې وشي. د يادو موضوعات ترڅنګ پر يو شمېر نورو تدريسي او علمي موضوعاتو هم خبرې وشوې. د علمي شورا د ثور د مياشتې غونډه په دعا پای ته ورسېده.