د هېواد پوهنتون د علمي شورا د جوزا د مياشتې غونډه چې د پوهنتون د عمومي رئيس په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې علمي او اداري مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو د کيفيت د لوړاوي امر او استادانو برخه اخيستې وه. د علمي شورا په دې غونډه کې د هېواد په کچه د دوه لويو علمي کنفرانسونو پر جوړېدو، ښځينه محصلانو ته په حقوقي برخه کې د کورس پر رامنځته کېدو او دغه راز انګليسي او کمپيوټر برخو کې د لنډمهاله کورسونو پر پېلېدو خبرې وشوې. دغه راز يو شمېر پوهنتونونو سره پر هوکړه ليکونو، نړيوالو ژورنالونو کې د مقالو پر چاپ او ځينو نورو موضوعاتو باندې هم خبرې وشوې.