د هېواد پوهنتون د اداري – مالي مرستيالۍ له لوري د ۱۴۰۱ کال د بوديجې د تطبيق د څارنې لړۍ پيل شوه. د پوهنتون اداري – مالي مرستيال فرهاد امين وايي، د دې نظارت له لارې به د معاونيتونو، پوهنځيو، امريتونو او مديريتونو د بوديجې تطبيق و ارزول شي. نوموړی وايي، د نظارت پر مهال هغو برخو کې چې نيمګړتياوې شته اړونده مسؤلينو ته لارښوونې هم کوي. د يادونې ده چې د پيل شوې ارزونې له لارې به د ټولو ادارو مالي مستندات هم کتل کېږي.