د کيفيت د تضمين او لوړاوي کمېټې د سرطان د مياشتې غونډه وکړه

د کيفيت د تضمين او لوړاوي کمېټې غونډه چې د پوهنتون د علمي مرستيال په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د پسرلني سمېستر د تدريس پر ارزونو، له فرعي کمېټو څخه نظارت او د تضمين کيفيت د فرعي کمېټو پر فعاليتونو خبرې اترې وشوې.