د هېواد پوهنتون په انګړ کې د باختر پوهنتون له مسؤلينو سره د ګډ کار هوکړه ليک لاسليک شو. د دې هوکړه ليک پر اساس به دواړوه پوهنتونونه يو له بل سره په علمي او اکاډميکه برخه کې همکاري کوي. دغه راز د روزنيزو ورکشاپونو، سمينارونو او کنفرانسونو په جوړېدو کې به هم ګډون کوي. د هېواد پوهنتون مسؤلين وايي، دوی له بېلابېلو علمي بنسټونو او سکتوري ادارو سره هوکړه ليکونه لري چې له مخې يې د تحقيق، ظرفيت لوړونې او ټولنه کې د ونډې اخيستلو په خاطر ګډ کار کوي.