د هېواد پوهنتون او رحمت خصوصي روغتون ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو

د هېواد پوهنتون د مالي – اداري مرستيال فرهاد امين او د رحمت خصوصي روغتون عملیاتي رئیس ډاکټر صلاح الدين صلاح ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو. د دې هوکړه ليک پر اساس چې لسګونه مادې پکې راغلي دي، هېواد پوهنتون به له رحمت خصوصي روغتون سره په علمي، ظرفيت لوړونې او يو شمېر نورو برخو کې همکاري کوي. دغه راز به رحمت خصوصي روغتون د هېواد پوهنتون سره په روغتيايي برخه، عامه پوهاوي، استادانو او محصلانو ته په درملنه کې تخفيف، د هېواد پوهنتون له روغتيايي کلينک او دغه راز ټول هغه څه چې په روغتيا او صحت پورې تړاو لري همکاري کوي. د يادونې ده چې تر دې مخکې د هېواد پوهنتون له لوري له يو شمېر نورو ادارو سره هم هوکړه ليکونه لاسليک شوي دي.