د مور ورځ؛ پر يو شمېر محصلانو حجابونه ووېشل شول

د هېواد پوهنتون د فرهنګي او معنوي ارزښتونو کمېټې له لوري د مور نړيواله ورځ د شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. په دې مراسمو کې د پوهنتون بنسټګر، عمومي رئيس، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو، امرينو او ښځينه محصلانو برخه اخيستې وه. د پروګرام په پيل کې د پوهنتون علمي مرستيال د مور مقام، ارزښت او حقوقو باندې مفصلې خبرې وکړې. نوموړي وويل، د مور مقام او ارزښت د اسلام د سپېڅلي دين له اړخه دومره لوړ دی چې له بل هيڅ انسان سره نه‌شي پرتله کېدلی. دغه راز د هېواد پوهنتون بنسټګر الحاج اميرګل شاهين د مور د ورځې په مناسبت يو شمېر هغه خاطرې شريکې کړې چې د مور د ارزښت او مقام په اړه وې. نوموړي وويل، د مور دعا انسان عالي مقامونه او لوړو عزتونو ته رسوي. ښاغلي شاهين ټولو مېندو ته د دې مقدسې ورځې مبارکي وويله او دغه راز ښځينه محصلانو ته یې يو ځل بيا ډاډ ورکړ، چې د هېواد پوهنتون د مؤسس په توګه د دوی ټولې هغه ستونزې چې د زده کړو پر وړاندې يې خنډ دي په خپل توان به يې هواروي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استادې فوزيه اکبري هم د مور پر ارزښت خبرې وکړې او يو شعر يې هم ډالۍ کړ. تر دې وروسته مور ته ځانګړې شوي شعرونه او بيتونه وويل شول چې پکې د مور د عالي مقام څرګندونې شوې وې. د پروګرام وروستۍ برخه کې يو شمېر هغو ښځينه محصلانو ته چې مېندې وې، د پوهنتون له لوري اسلامي حجابونه هم ورکړل شول. دا غونډه مېندو د اوږد عمر په دعا پای ته ورسېده.