د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصلانو تمثيلي محکمه جوړه کړه

د هېواد پوهنتون د حقوقو او سياسي پوهنځي د حقوقو ډېپارټمنټ محصلانو تمثيلي محکمه جوړه کړه. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس ابوبکر اصولي وايي، يادو محصلانو ته د جزايي قضيې د څېړلو لپاره پنځه جلا ورکشاپونه جوړ شوي وو. د تمثيلي محکمې په مراسمو کې د پوهنتون علمي مرستيال وويل، دا ډول عملي زده کړې د محصلانو لپاره خورا اغېزمنې دي. هغه وويل، د پوهنتون اداره ژمنه ده چې د ټولو پوهنځيو محصلانو ته به عملي برخه کې بېلابېل پروګرامونه تطبيق کړي. د پروګرام په وروستيو کې پر شلو محصلانو چې حقوقي برخه کې ورکشاپونو کې يې برخه اخيستې وه تصديق پاڼې هم ووېشل شوې.