محصلانو ته د لومړنيو روغتيايي مرستو په اړه يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

د هېواد پوهنتون او رحمت خصوصي روغتون د هوکړې پر بنسټ، په ګډه د هېواد پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو محصلانو ته د لومړنيو روغتيايي مرستو په اړه ورکشاپ وړاندې شو. دا ورکشاپ د هېواد پوهنتون د مالي – اداري مرستيالۍ په نوښت د رحمت خصوصي روغتون د رئيس ډاکټر عزيزالرحمن صافي له لوري وړاندې شو. په ورکشاپ کې محصلانو ته عملاً وښودل شول چې څنګه په بېړنيو حالاتو کې لومړنۍ روغتيايي مرستې وکړي.