د هېواد پوهنتون د مالي - اداري مرستيالۍ په مدیریت اداري کارکوونکو، استادانو او خدماتي کارکوونکو ته د اور وژنې ورکشاپ وړاندې شو. دا ورکشاپ د اطفایي ریاست د مسلکي کارکوونکو له لوري د هېواد پوهنتون سره د ګډو همکاريو په ترڅ کې وړاندې شو. ورکشاپ کې ټولو اداري کارکوونکو ته عملاً د اور وژنې لار ور وښودل شوه