د هېواد پوهنتون د تحقيقاتو امريت له لوري د SPSS يا د شمېرو د تحليل دوه ورځنی ورکشاپ راپيل شو. دا ورکشاپ چې د استاد ګل الرحمن اخګر له لوري مخته وړل کېږي، په لومړۍ ورځ پکې د ارقامو د تحليل په اړه استادانو او اداري کارکوونکو ته مفصل مالومات وړاندې شول او ترڅنګ عملي کار هم ترسره شو. د يادونې ده چې دا ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي.