د نشه‌يي توکو د زيانونو يو ورځنی سمينار جوړ شو

د هېواد پوهنتون د فرهنګي او معنوي ارزښتونو کمېټې له لوري د ټولو پوهنځيو محصلانو ته د نشه‌يي توکو د زيانونو او ډولونو په اړه مالوماتي سمينار وړاندې شو. د سمينار په لومړۍ برخه کې د استاد محمد ابوبکر اصولي لخوا مفصل پرېزنټېشن له بېلګو سره وړاندې شو او وروسته د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول. د يادونې ده چې دا سمينار د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت پلان شوی و.