د سياسي علومو ډېپارټمنټ محصلانو لخوا مناظره جوړه شوه

د هېواد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي، د سياسي علوم ډېپارټمنټ د محصلانو لخوا مناظره جوړه شوه. د مناظرې موضوع «د يو او دوه مجلسونو ګټې او زيانونه» وو چې د محصلانو ترمنځ پرې مفصل بحث وشو او خپلمنځي دلايل يې وويل. د مناظرې وروستيو کې د سياسي علومو ډېپارټمنټ استادانو لخوا مناظره و ارزول شوه او محصلانو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې.