د هېواد پوهنتون د ټولو پوهنځيو د فرعي کمېټو ارزونه نن د پوهنتون د علمي مرستيال او د تضمين کيفيت د امر لخوا راپيل شوه. دا ارزونه د نظارت او ارزونې کمېټې د عملياتي پلان پر اساس هر سمېستر کې يو ځل ترسره کېږي. په لومړۍ ورځ د کمپيوټر ساينس پوهنځي (د کيفيت د تضمين، تحقيقاتو او نظم ډسپلين) کمېټې و ارزول شوې. د يادونې ده چې دا ارزونه به درې ورځې دوام ولري.