د کمپيوټر ساينس پوهنځي او Expert Cyber Defence Intelligence بنسټ ترمنځ هوکړه لاسليک شوه

د کمپيوټر ساينس پوهنځي او Expert Cyber Defence Intelligence بنسټ ترمنځ هوکړه لاسليک شوه د هېواد پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د رئيس سبحان الله خاکسار او او د Expert Cyber Defence Intelligence بنسټ د مسؤل رومان نوري ترمنځ د هېواد پوهنتون په انګړ کې هوکړه امضاء شوه. د دې هوکړې له مخې به دواړه ادارې يو له بل سره په څېړنيزو چارو، ظرفيت لوړونه، د محصلانو علمي سفرونو او ګډو کنفرانسونو جوړولو برخو کې همکاري کوي. د يادونې ده چې تر دې مخکې د کمپيوټر ساينس پوهنځي له يو شمېر نورو ادارو سره هم هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي چې اوس عملاً ګټه ترې اخيستل کېږي.