د کابل د ده سبز له ولسوال سره هوکړه لاسليک شوه

د هېواد پوهنتون اداري - مالي مرستيال ښاغلي فرهاد امين د کابل د ده سبز ولسوالۍ له قومي مشرانو، ځوانانو او ولسوال سره د ناستې پر مهال له ولسوال مولوي امير محمد سره يو هوکړه ليک امضاء کړ. د دې هوکړه ليک له مخې به ځايي ځوانانو ته چې اقتصادي ستونزې ولري د لوړو زده کړو زمينه برابريږي او د هېواد پوهنتون لخوا به ورته ته لوړ تخفف ورکول کېږي. تر دې مخکې له يو شمېر نورو بنسټونو، پوهنتونو، ښوونځيو، دولتي او نا دولتي ادارو سره د هېواد پوهنتون له لوري هوکړه ليکونه لاسليک شوي دي.