د محرم د ورځې په مناسبت د ديني عالمانو او استادانو ترمنځ غونډه جوړه شوه

د هېواد پوهنتون د دعوت او ارشاد امريت په نوښت د محرم د ورځې په تړاو د ديني عالمانو او د جامع مسجدونو د خطيبانو ترمنځ غونډه جوړه شوه. د غونډې پر مهال د پوهنتون مسؤلينو او ديني عالمانو د محرم د ورځې پر تاريخ، د امام حسين «رض» پر مېړانې او شجاعت او دغه راز پر اسلامي تاريخ خبرې وکړې. ديني عالمانو په خپلو خبرو کې مسلمانان يووالي ته راوبلل. د غونډې په وروستيو کې د بېلابېلو مسجدونو خطيبانو ته د هېواد پوهنتون له لارې شپږ جلده قرانکريمونه هم هديه شول. --