د هېواد پوهنتون په ګډون د ۲۹ خصوصي پوهنتونونو او ځوانانو چارو معینیت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک له مخې به هغه ځوانانو ته ځانګړی تخفیف ورکول کېږي چې د ځوانانو چارو معينیت له لوري خصوصي پوهنتونو ته ور پېژندل کېږي. دغه راز به د خصوصي پوهنتونو له لوري له وزارتونو ور پېژندل شویو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې وړیا ورکشاپونه هم ورکول کېږي. د هېواد پوهنتون په استازیتوب د دغه پوهنتون اداري - مالي مرستيال فرهاد امين هوکړه لاسلیک کړه. د توافق نامې د لاسلیک په دغو مراسمو کې د اطلاعات او کلتور وزیر مولوي خیرالله خیرخواه او د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد هم برخه اخیستې وه چې د هېواد پوهنتون لخوا ورته ډالۍ هم ورکړل شوې.