د هېواد پوهنتون د علمي شورا غونډه چې د پوهنتون د عمومي رئيس عطا محمد هلواک په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې علمي مرستيال، اداري مرستيال، محصلانو چارو مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو او د کيفيت د لوړاوي امر په ګډون يو شمېر استادانو برخه اخيستې وه. په پيل کې لومړی د کيفيت د تضمين او لوړاوي امر لخوا د تېرې شورا د پرېکړو د تطبيق مفصل راپور وړاندې شو چې تر ډېره تطبيق شوې وې. د علمي شورا په نننۍ غونډه کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي د نرم افزار ډېپارټمنټ مرور دوره يي تايد شو او د انګليسي له يوه ښوونيز مرکز سره پر هوکړه ليک باندې خبرې وشوې. دغه راز د ازموينې کمېټې د پسرلني سمېستر د وروستيو ازموينو مفصل راپور وړاندې کړ. د دې ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت لخوا د دعوت او ارشاد اړوند لارښوونو مکتوب او د موضوعات نوملړ له پوهنځيو سره شريک شو او پرېکړه وشوه چې بايد په خزاني سمېستر کې تطبيق کړی شي. علمي شورا غونډه کې د پوهنتون پر يو شمېر نورو علمي موضوعاتو هم خبرې وشوې.