د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو ته د عملي زده کړو شپږ مياشتنی پروګرام پای ته ورسېد

د هېواد پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د اتم سمېستر محصلانو ته د عملي زده کړو پروګرام چې د مالوماتي ټکنالوژۍ ډېپارټمنټ محصلانو ته د نيټورک او دغه راز د نرم افزار څانګې محصلانو ته د ډېټابېس برخه کې جوړ شوي و، پای ته ورسېد. دې پروګرام کې د پوهنتون مرستيالانو، د کيفيت د لوړاوي امر او د پوهنځيو رئيسانو برخه اخيستې وه. د عملي کارونو د ياد شپږ مياشتني پروګرام په اړه د کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو لومړی لنډ راپور وړاندې کړ او وروسته محصلانو ته بری ليکونه ووېشل شول. د پروګرام په وروستيو کې د اتم سمېستر نخبه محصلانو ته ايوارډونه او ستاينليکونه هم ورکړل شول. دغه راز د پوهنتون د رهبرۍ له‌خوا هغه استادان هم وستايل شول چې د عملي زده کړو ياد پروګرامونه يې مديريت کړي و.