د اداري شورا مياشتنۍ غونډه جوړه شوه
د هېواد پوهنتون اداري شورا غونډه چې پکې مالي – اداري مرستيال، علمي مرستيال، محصلانو چارو مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو او د کيفيت د لوړاوي امر برخه اخيستې وه، پر يو شمېر مهمو اداري موضوعاتو خبرې وکړې.
د اداري شورا د جوزا د مياشتې ناسته کې د خزاني سمېستر لپاره د بازار موندنې پر طرحه، محصلانو ته روغتيايي برخه کې سمينار، پوهنځيو کې د بوديجې تطبيق او يو شمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې وشوې.
د يادونې ده چې د اداري شورا غونډه مياشت کې يو ځل جوړيږي او پر مهمو ادارو موضوعاتو تصميمونه نيسي.