د دوحې د تړون په اړه تمثيلي پروګرام جوړ شو
د هېواد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي، د سياسي علومو ډېپارټمنټ لهخوا د دوحې د تړون په اړه تمثيلي پروګرام جوړ شو.
دا پروګرام چې په خورا ښکلې بڼه ترتيب شوی و، په پنځه بېلابېلو برخو کې وړاندې شو.
د دوحې د تړون د ترسره کولو دې پروګرام کې يوه لوري د امريکا او بل لوري د اسلامي امارت استازيتوب کاوه.
دواړه لوريو د قطر حکومت په منځګړيتوب لومړی ناسته وکړه، له خبرو اترو وروسته دواړه خواوې تړون ته چمتو شوې او هوکړه ليک يې لاسليک کړ.
وروسته د امريکا متحده ايالاتونو استازی دريځ ته راغلی، تر خبرو او مالوماتو ورکولو وروسته يې د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې.
ورپسې د اسلامي امارت نماينده هم لومړی د هوکړه ليک په اړه لنډ توضيحات ورکړل او بيا يې د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې.
د يادونې ده چې د ياد پروګرام ويډويي بڼه به ژر له همدې فېس بوک پاڼې پر ليکه شي.