د ۱۴۰۰ کال د علمي شورا څلورمه ناسته
د هیواد پوهنتون د علمی شورا څلورمه ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته چې د ډاکتر عبدالحکیم کاظمي په تلاوت او د پوهنتون رئیس ښاغلي ډاکټر خالد احمد کاکړ په مشرۍ د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، او ښوونکو په ګډون جوړه شوې وه، لومړی، د تیرې ناستې مصوبې د پوهنتون علمي مرستیال لخوا وړاندې اود تطبیق په اړه یې بحث ترسره شو. ورسته بیا د کوچني اختر پر رخصتیو، د پوهنتون د پالیسۍ پر اساس د اداري کارونو تنظیم او د داسي نورو بیلابیلوعلمي موضوعاتو په اړه بحث ترسره، د نظرونو پایلې تصویب او تر څیړنې لاندې ونیول شوې.
ناسته د خیر په دعا پای ته ورسیده
مدیریت نشرات