د سواد نړيوالې ورځې په مناسبت د سياسي علومو پوهنځي لهخوا د خبرو اترو پروګرام جوړ شو
د هېواد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي، د سياسي علومو ډېپارټمنټ د ښځينه زده کوونکو لهخوا د خبرو اترو «ګفتمان» جوړ شو.
دا پروګرام د سواد د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړ شو.
دې پروګرام کې د بېلابېلو سمېسترونو ښځينه زده کوونکو له لوري لومړی مقالې وړاندې شوې چې پهکې د اسلام له نظره د زده کړو ارزښت، په اسلامي او سياسي تاريخ کې د پوهې په ډګر کې د ښځينه وو تاريخ او نور موضوعات راغلي وو.
د پروګرام په وروستيو کې له ښځينه محصلانو يو شمېر پوښتنې هم وشوې چې هغوی په پوره جرأت ځواب کړې.