له ۲۱۲ محصلانو د کانکور ازموينه واخيستل شوه
هېواد پوهنتون په ۲۴مه دوره کانکور ازموينه کې له ۲۱۲ محصلانو څخه د کانکور خزاني ازموينه واخيستله.
د هېواد پوهنتون عمومي رئيس عطا محمد هلواک په کانکور کې د ګډون کوونکو ځوانانو همت وستایه چې په سختو شرایطو کې یې د لوړو زده کړو تکل کړی دی.
نوموړي وویل، هېواد پوهنتون نويو جذبېدونکو محصلانو ته ټول درسي امکانات چمتو کړي دي.
ښاغلي هلواک له محصلانو وغوښتل چې له دې طلايي فرصت ګټه واخلي او په سمه توګه د خپلې خوښې وړ رشتو کې لوړې زده کړې وکړي.
دا ازموينه چې د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي په حضور کې واخيستل شوه، ۵۰ نجونو هم ګډون پهکې کړی و.
د يادونې ده چې بريالي محصلان به په اقتصاد، حقوقو او سياسي علومو او کمپيوټر ساينس پوهنځيو په لومړيو سمېسترونو کې جذب شي.