د حقوقو ډېپارټمنټ محصلانو ته د «نړيوال بشرپاله حقوق» درې ورځنی ورکشاپ راپيل شو
د هېواد پوهنتون او جينواکال مؤسسې له لوري په ګډه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د حقوقو ډېپارټمنټ نجونو محصلانو ته د «نړيوال بشرپاله حقوق» تر سرليک لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.
دا ورکشاپ چې د يادې مؤسسې او د هېواد پوهنتون لهخوا په ګډه مخته وړل کېږي، درې ورځې به دوام وکړي.
مسؤلين وايي، په دې ورکشاپ کې به نجونو محصلانو ته د نړيوالو بشرپاله حقوقو په اړه مالومات، لکچرونه او عملي کار ترسره شي.