له انټرنټ څخه د اغېزناکه ګټې اخيستنې سمينار وړاندې شو
د هېواد پوهنتون د برېښنايي زده کړو کمېټې له لوري اداري کارکوونکو او استادانو ته له انټرنټ څخه د اغېزناکه ګټې اخيستنې سمينار جوړ شو.
په دې سمينار کې استادانو ته لومړی د انټرنټ پر تاريخچه لنډ مالومات ورکړل شو، وروسته د بروزرونو، وېب پاڼو او يوټيوب په اړه خبرې وشوې.
دغه راز په سمينار کې عملاً وښودل شول چې له انټرنټ څخه څه ډول اغېزناکه ګټه واخيستل شي.